دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 275304
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند: د امنیتي ځواکونو له خوا د ښځو نیول یوه آوازه ده
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د ښځو د نیولو لپاره کوم عملیات نه دي کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ (اسد، ۳۰) په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره دغه موضوع مطرح کړه.
 
نوموړي دا خبر "بي بنسټه" وباله او له رسنیو یې وغوښتل چې د "بې بنسټه خبرونو له خپرولو" ډډه وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې یکشنبي شپه یو شمېر رسنیو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د څو ښځو د نیولو خبرونه خپاره شول.
 
https://avapress.com/vdcgzn9xtak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته