دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 275232
د افغانستان په لوېدیځ کې یو میلیون او ۲۵۰ زره ماشومان د پولیو واکسین کوي
د اسلامي امارت روغتیايي چارواکي په داسې حال کې چې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین روان دی، وايي چې د افغانستان په لوېدیځ کې به یو میلیون او ۲۵۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
افغان غږ خبری آژانس: په هرات کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا رئیس طالب شاهد د هیواد په لویدیځ کې د پولیو د واکسین د پنځم پړاو د پیل په مراسمو کې وویل چې تر ۷۵۰ زره د پنځو کالو کم عمره ماشومان په دې ولایت کې به د پولیو واکسین شي
 
په ورته وخت کې چارواکي وايي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین نن پیل شوی او د روانې اوونۍ تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.
 
په هرات کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغې ډلې ولسوالانو ته امر کړی چې د پولیو واکسین د تطبیق له ګرځنده ټیمونو سره همکاري وکړي.
 
په پام کې ده چې په دې کمپاین کې د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې روغتیايي ټیمونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
 
د يادونې وړ ده چې دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ يوازيني هېوادونه دي چې د پوليو ناروغي پکې نه ده له منځه تللې.
 
https://avapress.com/vdcgwn9xxak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته