دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 275159
محسن رضايي د تکواندو د نړیوال فستیوال اتل شو
د تکواندو افغان لوبغاړي محسن رضايي په جنوبي کوریا کې د تکواندو د نړیوال فستیوال په پای لوبه کې د مهاجرینو لوبډلې مهدي خاوري ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو د سرو زرو مډال یې وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې، محسن رضايي د پاکستان، سویلي کوریا او د تکواندو د نړیوال فدراسیون د مهاجرینو د ټیم یوه تکواندو لوبغاړي ته ماتې ورکړه او د ۵۸ کیلو ګرامه وزن د سیالیو اتلولي یې وګټله.
 
په همدې حال کې د افغانستان د تکواندو لوبډلې د نارینه وو په دوه کسیزه ډله کې د محسن رضايي او امید سهاک په ترکیب کې د سویلي کوریا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال خپل کړ.
 
د افغانستان د تکواندو اته ورزشکاران دي چې یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او درې د برونزو مډالونه یې ګټلي دي.
 
دغه راز په درېيم وزن کې حکمت الله زين او په اووم وزن کې محمد اشرف شکران به سبا له منګوليا او پاکستان څخه د خپلو سيالانو پر وړاندې سيالي وکړي.
 
د تکواندو نړیوال فیستیوال د اګست په ۱۸مه د جنوبي کوریا د ګانګون ښار په کوربه توب پیل شو او د اګست تر ۲۴مې به دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcenn8wojh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته