دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 275027
افغان سرې میاشتې اړمنو کورنیو ته د کار زمینه برابره کړه
د افغان سرې مياشتې رئيس مولوي مطيع الحق خليق د ولايتي شورا د غړو په پرانستونکې غونډه کې وويل، چې دغه رياست اړمنو کورنيو ته د کار زمينه برابروي، څو له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د اسد ۲۶ مه خبر خپور کړ او ویې ویل: د پکتیا د ولایتي شورا د غړو غونډه د مولوي مطیع الحق مخلص په مشرۍ پرانیستل شوه.
 
د دې ناستې موخه د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده
 
په دې کتنه کې د افغاني سرې مياشتې رئيس مولوي مطيع الحق خليق له اړمنو کورنيو سره د لازمو مرستو په رسولو ټينګار وکړ.
 
هغه وویل: "یوازې مرستې نه شي کولی چې زموږ هیوادوال په خپلو پښو ودروي، هغه څوک چې واقعیا اړو او زیان منونکي دي باید پخپله له دې حالت څخه راووځي، یو له بل سره مرسته کول د فقر څخه د خلاصون لاره ده."
 
د افغان سرې مياشتې رئيس وويل، دغه اداره هڅه کوي، چې اړمنو کورنيو ته د کار زمينه برابره کړي، څو هغوی له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا شي.
 
د پکتيا د ولايتي شورا غړو ژمنه وکړه، چې هڅه به وکړي، چې مستحق او اړ کسان ور وپېژني او پر وخت يې د افغاني سرې مياشتې دفترونو ته وروپېژني.
 
https://avapress.com/vdcirwaryt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته