دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 274972
په هیواد کې د اوبو د کمښت سخت بحران؛ د افغانستان ۷۹ سلنه وګړي کافي اوبو ته لاس رسی نه لري
د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخولو، حمام او مینځلو لپاره کافي اوبو ته لاس رسی نه لري. دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ۲،۳ میلیونه وګړو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره ۳۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو نړیوال سازمان نن (چهارشنبه، اسد ۲۵) یوه خبرپاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي چې کافي اوبو ته د خلکو نه لاس رسی په ټول افغانستان کې د اوبو او روغتیا ساتنې بحران په ګوته کوي.
 
دغه سازمان وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې په افغانستان کې ۱۶۰ زره کسانو ته د څښاک اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې خدمات وړاندې کړي دي.
 
دغه نړیوال سازمان همدا راز زیاته کړې، چې په ۲۰۲۳ کال کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي او روغتیا ساتنې په برخه کې د ۲،۳ میلیونه وګړو د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۳ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
 
په تېرو څو مياشتو کې د کابل په لوېديځ کې د برچي له سيمې داسې انځورونه خپاره شوي چې ښيي لسګونه کسان له يوې څاه څخه د څښاک د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ليکه کې ولاړ دي.
 
روان کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختې وچکالۍ او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو له نه لاس رسي شکایت کوي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) تر دې مخکې اعلان کړی و، چې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخ دی.
 
https://avapress.com/vdcgut9xxak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته