دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 274857
نیمار په سعودي عربستان کې له الهلال لوبډلې سره یوځای شو
رسنیو او سپورټ خبریالانو راپور ورکړی چې د پاری سن جرمن برازیلي ستوري نیمار جونیئر د سعودی عربستان د الهلال لوبډلې سره د دوه کلن تړون سره یوځای شوی.
افغان غږ خبری آژانس - د ورزشي چارو مشهور خبریال فابریزیو رومانو پرون (دوشنبه، اسد ۲۳) لیکلي چې د پاریس سن جرمن او الهلال د دغه ۳۱ کلن لوبغاړي د سپارلو په اړه د ۹۰ میلیونه یورو په مقابل کې موافقې ته رسیدلي دي.
 
دغه ورزشي خبريال ليکلي، چې نن به يې روغتيايي معاينات وشي او له هغه وروسته به نيمار سعودي عربستان ته سفر وکړي. یو شمېر سپورتي رسنیو لیکلي، چې نیمار به په الهلال کې سل میلیونه یورو کلني معاش ترلاسه کړي.
 
العربیه سعودي شبکې په یوه راپور کې ادعا کړې چې دغه لوبغاړي د سعودي له الحلال کلب سره هوکړې ته رسېدلي دي.
 
په ۲۰۱۷ کې، نیمار له بارسلونا څخه د ۲۲۲ میلیون یورو په ارزښت د پاریس سن جرمن سره یوځای شو او د هغه وخت د فوټبال په تاریخ کې ترټولو ګران لوبغاړی شو.
 
د سعودي عرب کلبونو د سعودي لیګ ته د نړۍ د مشهور فوټبال ستورو په لیږد کې ډیره پانګونه کړې.
 
https://avapress.com/vdciw5aryt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته