کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیمار په سعودي عربستان کې له الهلال لوبډلې سره یوځای شو

24 اسد 1402 ساعت 8:34

رسنیو او سپورټ خبریالانو راپور ورکړی چې د پاری سن جرمن برازیلي ستوري نیمار جونیئر د سعودی عربستان د الهلال لوبډلې سره د دوه کلن تړون سره یوځای شوی.


آوا - د ورزشي چارو مشهور خبریال فابریزیو رومانو پرون (دوشنبه، اسد ۲۳) لیکلي چې د پاریس سن جرمن او الهلال د دغه ۳۱ کلن لوبغاړي د سپارلو په اړه د ۹۰ میلیونه یورو په مقابل کې موافقې ته رسیدلي دي.
 
دغه ورزشي خبريال ليکلي، چې نن به يې روغتيايي معاينات وشي او له هغه وروسته به نيمار سعودي عربستان ته سفر وکړي. یو شمېر سپورتي رسنیو لیکلي، چې نیمار به په الهلال کې سل میلیونه یورو کلني معاش ترلاسه کړي.
 
العربیه سعودي شبکې په یوه راپور کې ادعا کړې چې دغه لوبغاړي د سعودي له الحلال کلب سره هوکړې ته رسېدلي دي.
 
په ۲۰۱۷ کې، نیمار له بارسلونا څخه د ۲۲۲ میلیون یورو په ارزښت د پاریس سن جرمن سره یوځای شو او د هغه وخت د فوټبال په تاریخ کې ترټولو ګران لوبغاړی شو.
 
د سعودي عرب کلبونو د سعودي لیګ ته د نړۍ د مشهور فوټبال ستورو په لیږد کې ډیره پانګونه کړې.
 


د مطلب کود: 274857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274857/نیمار-په-سعودي-عربستان-کې-له-الهلال-لوبډلې-سره-یوځای-شو

آوا
  https://www.avapress.com