دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 274762
د میانمار په وړاندې د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې بریا او د انټرکانټینینټل سیالیو کې دریم مقام خپل کړ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې میانمار ته د ۵-۱ په ماتې ورکولو سره د انټرکانټینینټل کپ په سیالیو کې دریم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې څو دقیقې وړاندې په تایلینډ کې د انټرکانټینینټل سیالیو په وروستۍ لوبه کې میانمار ته ۵-۱ ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې دریم مقام خپل کړ.
 
دغه سيالۍ د تايلند په کوربه توب د تايلند، افغانستان، چک جمهوريت، ميانمار، سليمان ټاپو او موزامبیک په ګډون ترسره شوې.
 
افغانستان په خپلو دوو ګروپونو کې له چک جمهوریت او موزامبیک سره مساوي شول، خو په نیمه پایلوبه کې یې له تایلنډ څخه ماتې وخوړه او فاینل ته یې لاره ونه موندله.
 
د چک جمهوریت او تایلنډ لوبډلې به د دغه ټورنمنټ پای لوبه نن مازدیګر پنځه بجې ترسره کړي.
 
ویل کېږي چې دغه سیالۍ د اسیا د فوټسال کپ سیالیو ته د افغانستان د ملي لوبډلې د چمتووالي لپاره ډېرې مهمې وې.
 
https://avapress.com/vdcd9o0xxyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته