افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې غونډه کې ندیم په هیواد کې په بیلابیلو برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو د جوړولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې له دوو میاشتو راهیسې پر دغه پروګرام کار پیل شوی دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، ۴.۵ سلنه هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهر ته تللي وو بېرته راستانه شوي دي.
د هغه په وينا، دا مهال شاوخوا ۲۰۰ استادانو په علمي سفرونو بهر ته سفرونه کړي او شاوخوا ۱۵۰ استادانو د لنډ مهاله کورسونو د تدريس په موخه بهر ته سفرونه کړي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم په دې کتنه کې وويل چې په پوهنتونونو کې د سياسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تعصبونو مخه نيول شوې ده او اوس پوهنتونونه د علومو د زده کړې ځاى ګرځيدلى دى.