دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 274733
د ملي دفاع وزارت د ځواکونو لپاره یونیفورم اغوستل لازمي دي
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې اوس د ملي دفاع وزارت ټولو ځواکونو ته یونیفورم ویشل شوی او یونیفورم یې اغوستی دی، په وینا یې که د دغه وزارت ځواکونه د پوځي یونیفورم په اغوستلو کې غفلت وکړي، نو دوی به د قوانینو پر بنسټ مجازات کیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې اوس د ملي دفاع وزارت ټول ځواکونه یونیفورم اغوندي، که د پوځي یونیفورم په اغوستلو کې غفلت کړی، د قوانینو پر بنسټ به مجازات شي.
 
ښاغلي خوارزمي زیاته کړه: د ملي دفاع وزارت رهبري امر کړی، چې د ملي دفاع وزارت هغه یونیفورم چې دوی ته ویشل شوي دي، په نظامي مرکزونو او د وظیفې پر مهال دې وکاروي، چې د ملي دفاع وزارت ټول کارکوونکي دا حکم تطبیق کړي.
 
هغه زياته کړه، چې د پخوانۍ ادارې توکي موږ ته رسېږي، نو د دغه وزارت ځواکونه به اوس د پخوانۍ اردو له يونيفورم څخه کار اخلي. خو د دغه یونیفورم رنګ ښايي په راتلونکي کې بدلون ومومي.
 
پوځي کارپوهان هم په دې باور دي چې د یونیفورم اغوستل د هیواد او پوځي ادارو د نظم راوستلو لپاره خورا مهم دي.
 
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وویل: پوځي یونیفورم د نظامي ډسپلین یوه روښانه بیلګه ده، د پوځي یونیفورم پرته، دا روښانه نه ده چې ایا دوی نظامي دي که ملکي.
 
https://avapress.com/vdcbfab5frhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته