افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: دغه عمومي لاریون نن (شنبه، اسد ۲۱) د مزارشریف ښار په ټولو ښاري سیمو کې د یوې ورځې لپاره پیل شو.
په دغه ولسي لاريون کې د مزارشريف ښاروال نقيب الله طارق، ښاروال او نورو مسوولينو او د دولسو ولسواليو ولسوالانو او د مزارشريف ښار زرګونو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
د مزارشريف ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، نن د هرې ولسوالۍ واليانو له خپلو اوسېدونکو سره سړکونه کېنول او خپلې سيمې يې پاکې کړې.
د مزارشريف ښاروال نقيب الله طارق په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې ښار زموږ د ټولو ګډ کور دی او بايد د پاک، زرغون او له ککړتيا څخه پاک ښار يې په پاکولو کې پوره زيار وباسو.
د يادې غونډې ګډونوالو هم د ښار په پاکوالي ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل، چې د خپلو کورونو په پاکولو کې هڅې وکړي.