دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 274657
په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې فرصتونه شته
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په استانبول کې له یو شمېر لویو ترکي او افغان سوداګرو سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت په تامین سره به په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ، اولپک او په استانبول کې مېشت یو شمېر لویو افغان او ترکي سوداګرو سره وکتل.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې پر اقتصادي او سوداګريزو مسايلو سربېره د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.
 
په دې غونډه کې د ملا عبدالغني برادر، افغان او ترکي سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت په برابرولو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
 
د رئیس الوزرا افتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د کانونو، کرنې، برېښنا تولید، زیربناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو برخو کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او له پانګوالو سره یې بشپړ ملاتړ کوي.
 
په دې کتنه کې د ګډون کوونکو شرکتونو استازو، چې ډېری یې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او کاري تجربه لري، په افغانستان کې له پانګونې سره خپله بشپړه لېوالتیا څرګنده کړه او څرګنده یې کړه، چې د دواړو هېوادونو له شته فرصتونو څخه به ګټه پورته کړي.
 
د يادونې وړ ده چې د تركيې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ د تركيې نادولتي موسسه ده او د نړۍ په ۱۵۲ هېوادونو كې د پانګونې په بېلابېلو برخو كې بريالۍ تجربې لري.
 
https://avapress.com/vdcgnt9xuak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته