دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 274623
له ۱۵ میلیونو څخه زیات افغانان د خوراکي توکو له جدي خوندیتوب سره مخ دي
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال ۱۵،۲ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي، د ناروې د کډوالو د شورا منشي ین ایګلنډ ویلي، چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې سخته خوارځواکي بېړني حالت ته نږدې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ناروې د کډوالو شورا عمومی منشی ین اګلند په ایکس پاڼه (تویتر) کې لیکلی: «د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې حاد خوارځواکۍ له بیړنی حد څخه پورته ده.
 
اګلنډ خبرداری ورکړ چې که د تمویل کمبود ته پام ونه شي ، نو ریښتینی خطر شتون لري چې د خوراکي توکو مرستې پروګرامونه به د دې کال په وروستیو کې پای ته ورسیږي.
 
د ناروې د کډوالو د شورا منشي ویلي دي چې د بودیجې د سخت کمښت او د اقلیم د بدلون ترکیب د هغو خلکو لپاره چې همدا اوس مرستې ته سخته اړتیا لري، یو ناورین سناریو جوړوي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ويلي وو، چې د روغتيا، تغذيې، پوهنې او د څښاک د پاکو اوبو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د مرستو کمښت اغېزمن کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcj8xe8tuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته