دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 274544
په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري
د ژغورنې نړیوالې کمېټې اعلان کړی، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د مرستو کمښت بشري غبرګون له ګواښ سره مخ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ژغورنې نړیوالې کمیټې په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له دوو کلونو وروسته په ټول هیواد کې بشري اړتیاوې زیاتې شوي دي.
 
د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي دي چې سږ کال یې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ مرستې یوازې ۲۳ سلنه ترلاسه کړې دي.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د بوديجې دغه کمښت د دې لامل شوى، چې د تېر کال په پرتله دوه ميليونه کم اړمنو کسانو ته له جنورۍ څخه تر اپريل پورې پاملرنه وشي.
 
دغه بشري سازمان خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د بشري مرستو بندېدل د اړو کسانو د ۶۰ سلنه زیاتوالي، اقتصادي سقوط، د اقلیم د بدلون او لومړنیو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د کموالي لامل شوی دی.
 
په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مشرې سلما بن عیسی وویل: «د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ نیټې راهیسې افغانستان په پرله پسې توګه له چټک اقتصادي سقوط سره مخ دی.
 
بن عیسی زیاته کړه چې له دوو کلونو وروسته لا هم د افغانستان اقتصاد له نړیوال سیستم بهر دی او په دغه هېواد کې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په سلو کې ۸۰ یې ښځې او نجونې دي. دا د دې حقیقت سره سره چې "د دې هیواد نږدې ټول نفوس په فقر کې ژوند کوي".
 
https://avapress.com/vdcbaab5arhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته