دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 274526
متقی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره په کتنه کې مطرح کړه

د سپورټ له لارې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې ټینګېږي

د سپورټ له لارې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې ټینګېږي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له مسوولینو او لوبغاړو سره په کتنه کې وویل چې د کرکټ او نورې سپورتي لوبې د سیمې او نړۍ د دولتونو ترمنځ د مثبتو او نږدې اړیکو لامل ګرځي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې امیرخان متقي د هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته له ښه راغلاست وروسته، خوښي څرګنده کړه چې د افغانستان د د کرکټ يوه پياوړې او وياړلې لوبډله او ټول لوبغاړي يې د هېواد وياړ وبلل.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کرکټ ملي لوبډلې مسوولینو او لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: کرکټ او نورې لوبې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د خلکو او نظامونو ترمنځ د مثبتو او نږدې اړیکو لامل کیدای شي.
 
هغه لوبغاړو ته هم لارښوونه وکړه، چې ستاسو د بریا راز په هېواد کې دننه او بهر د اسلامي او ملي ګټو په رعایت او د ادارې په اطاعت کې دی.
 
هغه وویل چې لوبغاړي باید پوه شي چې افغان حکومت او خلک یې ملاتړ کوي.
 
په دې کتنه کې د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف او د لوبډلې کپتان حشمت الله شاهدي د لوبغاړو په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه چې تل یې لوبغاړي تشویق کړي او له دغه بورډ سره یې خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.
 
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ هغه لوبغاړي غوره کړل، چې د پاکستان پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون لپاره ځي.
 
https://avapress.com/vdcb5ab50rhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته