دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 274456
سږ کال له حیرتان بندر څخه تر ۸۰ زیات د ټیټ کیفیت د تیلو واګونونه راستانه شوي دي
په حيرتان بندر کې د افغانستان د نفتو او ګازو شرکت مسوولين وايي، سږ کال تر ٨٠ زيات تېل او ګاز واګونونه د بې کيفيته او يا هم د ټيټ کيفيت له امله بېرته راستانه شوي دي. دوی وايي چې موږ به اجازه ورنکړو چې د ټیټ کیفیت تیل او ګاز بازار ته ننوځي.
افغان غږ خبری آژانس: د مزارشریف په بندری ښارګوټی کې د نفتو او ګازو د دولتي شرکت د تولیدي خدمتونو د تنظیم رئیس محمد ناصر رسولي د ۶۷ ټیټ کیفیت تیل د راستنیدو په اړه رسنیو ته وویل: سږ کال تر ٨٠ زيات تېل او ګاز واګونونه د بې کيفيته او يا هم د ټيټ کيفيت له امله بېرته راستانه شوي دي. دوی وايي چې موږ به اجازه ورنکړو چې د ټیټ کیفیت تیل او ګاز بازار ته ننوځي.
 
هغه زیاته کړه، موږ به ډېر ژر په دولتي ادارو کې د تېلو او ګازو د وېش بهیر پیل او خلکو ته به پرچون خرڅلاو پیل کړو، تر څو د هېوادوالو ستونزې په ځانګړي ډول د سړې په موسم کې راکمې شي او د نفتو او ګازو د ریاست د ګازو هټۍ به له منځه ولاړې شي.
 
رسولي وويل، په کورني بازار کې د دولت له خوا د نفتو او ګازو وېش د بيو د لوړېدو مخه نيسي او دغه سيستم د خلکو د ګټو له مخې په کابل کې نافذ شوى او موږ غواړو چې دغه سيستم په مزارشريف ښار کې پيل کړو.
 
نوموړي د حيرتان بندر له لارې هېواد ته د وارداتي تېلو، ګازو او بې کيفيته مالونو د راستنېدو په اړه د اسلامي امارت د حکومت د جديت خبر ورکړ او ويې ويل: چې سږ کال له ۸۰ ډېر تېل او ګاز واګونونه راستانه شوي دي.
 
په همدې حال کې د شمال افغانستان د نفتو او ګازو د اتحادیې مشر عبدالمومن ضیایي وايي چې د افغانستان په شمال کې د نفتو او ګازو په برخه کې سوداګر هڅه کوي چې هېواد ته د باکیفیته کارګو وارد کړي او په دې وروستیو کې د بېلابېلو لاملونو له امله دغه کار په ټپه ولاړ دی.
 
https://avapress.com/vdcdko0x9yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته