دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 274385
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان سره د سیالیو لپاره خپل لوبغاړي ټاکلي دي
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره په دریو یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون کوونکو غړو انتخاب اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلې درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کوي.
 
د افغانستان د کرکټ د ۱۶ غړو په نوملړ کې حشمت الله شهیدي د کپتان په توګه برخه لري او د لوبډلې په ترکیب کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، اکرام علي، عظمت الله عمرزی، مجیب ځدراڼ، نور احمد، فضل حق فاروقی، عبدالرحمن، سلیم صافی او وفادار مهمند شامل دي.
 
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ په میاشت کې په دریو شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان په وړاندې په دوو بریاوو او یوې ماتې سره د سیریز ګټلو بریا خپله کړې وه.
 
https://avapress.com/vdceve8wnjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته