افغان غږ خبری آژانس - تهران: په تهران کې د افغانستان سفارت پرون یکشنبه د اسد ۱۵ مه یوه خبرپاڼه خپره کړه او زیاته یې کړه چې د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان سفارت سرپرست اتباعو ته د پاسپورټونو د ویش د تدریجي بهیر د پیل اعلان وکړ.
هغه زیاته کړه: د لومړیتوبونو پر اساس مو دا بهیر له نویو زیږیدلو ماشومانو څخه پیل کړی او وروسته به محصلینو ته هم پاسپورټونه وویشل شي.
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: په تهران کې د افغانستان د سفارت رييس د ايران د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ماشومانو د زېږون د سندونو د نه تاييد ستونزه ياده کړه او د دغې ستونزې د حل لپاره يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د قونسلګرۍ د ستونزو او د افغان کډوالو لپاره د لا زياتو اسانتياوو په رامنځته کولو هم خبرې وشوې.