دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 274210
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي او سږ کال یې له څلورو میلیونو زیاتو ښځو او ماشومانو سره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام دغه احصایه نن پنجشنبه د اسد ۱۲مه د ټویټر له لارې اعلان کړه.
 
د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي، چې سږ کال یې له څلورو میلیونو زیاتو ښځو او ماشومانو سره د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د ځانګړو خوراکي توکو مرسته کړې ده.
 
دغه بنسټ تر دې وړاندې د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه د خوراکي توکو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته د وېش اعلان کړی و.
 
له بلې خوا یونیسف یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې یې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو وګړو ته چې ۵۰ سلنه یې ماشومان دي، اړین روغتیايي او تغذي خدمات وړاندې کړي دي.
https://avapress.com/vdcb8ab5grhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته