دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 274090
په هېواد کې په سلګونو لویې او وړې شخړې هوارې شوې
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په تېر کال کې يې په ټول هېواد کې ١٣٠ لويې شخړې او ٣٠٠ وړې شخړې هوارې کړې او دښمنۍ يې په دوستۍ بدلې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملت ته د حکومت د راپور ورکولو په اتمه ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ (اسد ۹) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې غونډه وکړه. د وزارت د یو کلن لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او د رسنیو او خلکو سره شریک کړ.
 
د دغه وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري په همدې موخه په جوړه شوې خبري ناسته کې وویل، چې د دغه وزارت واحدونو د هېواد په ولایتونو کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په همکارۍ (۱۳۰) لویې شخړې هوارې کړې دي او (۳۰۰) وړې توکميزې شخړې او يو شمېر کورنۍ بېلابېلې ستونزې چې (۶۹۱) کسان يې وژلي او په سلګونو نور يې ټپيان کړي د دوديزو افغاني جرګو او اسلامي اصولو په رڼا کې يې حل کړي او په دوستۍ يې بدل کړي دي.
 
هغه زیاته کړه، دغه وزارت د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ ۲۳ کلنه شخړه، د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې ۳۰ کلنه شخړه، د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د قومونو تر منځ ۳۷ کلنه شخړه حل کړې ده او په نورستان ولایت کې په تېر کال کې ۹۱ کلنه جګړه روانه وه، یوازې په نورستان ولایت کې په جګړو کې ۴۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
 
نوري همداراز څرګنده کړه چې په تېر کال کې دغه وزارت (۳۴) دیني عالمان په مرکز او (۱۲۲۵) نور په ولایتونو کې ثبت کړي دي، څو د اسلامي امارت او ولس تر منځ لا ښې اړیکې ټینګې شي.
 
https://avapress.com/vdchwkniv23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته