دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 273912
افغان فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې له منګولیا سره مخامخ شوه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسیا د فوټبال د ملتونو جام ته د غوراوي په سیالیو کې له منګولیا سره سیالي وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د فوټبال د نړیوال جام او د اسیا د فوټبال د ملتونو د جام د غوراوي په سیالیو کې له منګولیا سره سیالي وکړي.
 
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال د فیفا د ملتونو جام د مقدماتي پړاو او دویم پړاو لپاره د غوراوي سیالۍ نن پنجشنبه د اسد په پنځمه د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره کېږي.
 
افغانستان له منګولیا سره دوه پړاوه سیالۍ ترسره کوي او که له دې لوبډلې څخه یې وګټي نو د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په دوهم پړاو کې به له قطر، کویټ او هند سره په ګروپ کې وي.
 
د افغانستان لومړۍ لوبه د منګولیا پر وړاندې د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د زمري له ۲۰ سره سمون خوري، تر سره کېږي، چې له مخې به یې افغان ملي لوبډله ۷۷ ورځې وروسته له خپل حریف سره مخامخ کېږي او د افغانستان بېرته ستنېدو لوبه به د منګولیا پر وړاندې وي.
 
د منګولیا لوبډله اوسمهال د فیفا په درجه بندۍ کې ۱۸۳ او په اسیا کې ۳۸م ځای لري، په داسې حال کې چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فیفا په اوسنۍ درجه بندۍ کې ۱۵۷م او په اسیا کې ۳۲م ځای لري.
 
که افغانستان منګولیا ته ماتې ورکړي، په دویم پړاو کې به له سختو مخالفینو سره مخامخ شي. افغانستان به په "الف" ګروپ کې د قطر، هند او کويټ له لوبډلو سره وي، له دې ګروپ څخه به لومړۍ او دويمه لوبډله د نړيوال جام د غوراوي سياليو درېيم پړاو ته ننوځي او په مستقيم ډول به د اسيايي جام سياليو ته لار ومومي.
 
خو هغه لوبډلې چې په درېیم او څلورم ځای کې ځای لري د نړیوال جام لپاره د کوالیفای کولو چانس به له لاسه ورکړي، خو دوی به د اسیا د فوټبال د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په دریم پړاو کې ولوبیږي.
 
د فوټبال نړیوال جام به په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه توب د ۴۸ لوبډلو په ګډون او په ۲۰۲۷ کال کې د اسیا د فوټبال د ملتونو جام د سعودي عربستان په کوربه توب د اسیا له وچې څخه د ۲۴ لوبډلو په ګډون ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcjvte88uqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته