افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکنډي د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول غلام علي جاوېد وايي، چې په دایکنډي کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ نن یکشنبه د اسد په ۳مه د دایکندي د پاسپورت په ریاست کې پیلېږي.
ښاغلي جاوید زیاته کړه: هغه کسان چې لا دمخه یې انلاین نوم لیکنه کړې او دا یې د بایومټریک کار دی، کولای شي سبا د خپل پاسپورت د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره دغه دفتر ته ولاړ شي.
د دايکنډي د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا پروسه يوازې د هغو کسانو لپاره ده، چې پخوا يې انلاين نوم ليکنه کړې وه.