دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 273768
د فوټسال ملي لوبډلې ازبکستان ته ماتې ورکړه
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالیو د ګروپ پړاو په دویمه لوبه کې ازبکستان ته د ۴-۳ په توپیر ماتې ورکړه
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د ګروپي پړاو دویمه لوبه وګټله.
 
په دې لوبه کې د هېواد ملي لوبډله په لومړي سر کې د ازبکستان له لوبډلې څخه شاته شوه، خو بیا یې لوبه مساوي کړه او د لوبې په وروستیو دقیقو کې د حمید رضا لخوا د ګول په وهلو سره ۴-۳ بریا خپله کړه.
 
په همدې حال کې د هېواد د کرکټ ملي ټيم په لومړۍ لوبه کې د قرغزستان ټيم ته ماتې ورکړه.
 
https://avapress.com/vdciqparvt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته