افغان غږ خبری آژانس: په اشغال شویو ځمکو کې پراخ اعتراضونه چې د تیرې شپې او ورځې په تیریدو سره خپل اوج ته رسیدلي، د صهیونیسټي پارلمان د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو لخوا وړاندیز شوی د قضايي اصلاحاتو طرحه تصویب کړه.
د تسنیم په وینا، نن دوشنبه د اسد په دوهمه د رای اچونې په ترڅ کې د اپوزیسیون استازي له کنیست څخه ووتل او په دې غونډه کې یوازې د نتانیاهو د واکمن ایتلاف استازي موجود وو.
دا په داسې حال کې ده چې د دې پلان پر ضد له څو میاشتو راهیسې په نیول شویو سیمو کې پراخ لاریونونه روان دي.
ویل کیږي چې دغه پلان صدراعظم ته د دغه رژیم په حکومت کې ډیر واکونه او قضايي مصونیت ورکوي.
دصهیونیسټ رژیم په سیاسی ډګر کښې ښکیلې ډلې دعدلی اصلاحاتو په نامه د پلان په هکله له څو اونیو اختلافاتو وروسته موافقې ته ونه رسیدې .
د اپوزیسیون مشر، لاپید وویل: "موږ خپله هڅه وکړه." خو له دې حکومت سره یوې هوکړې ته رسېدل ناشوني دي. تاسو پوهیږئ چې افراطي اقلیت د اسراییلو اکثریت فتح کړی دی. څه پیښیږي یو ناورین دی.
له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم د اسعارو ارزښت او د اسعارو د بازار شاخص کم شوی دی . د نن ورځې په لاریونونو کې ۱۲ صهیونیسټان ونیول شول. د عامه ترانسپورت په کرایه کې زیاتوالی به له یوې میاشتې ځنډ وروسته له سبا څخه پلي شي. د دغه رژیم ۱۵۰ لویو شرکتونو اعلان کړی چې له نن څخه به خپل اعتصابونه پیل کړي.