دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 273672
د بدخشان د شکي - نسي ولسوالۍ لاره د سیلابونو له امله تړل شوې ده
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شکي او نسي ولسوالیو کې د سېلابونو په راوتلو سره د کرنیزو محصولاتو د تخریب تر څنګ د دغو دوو ولسوالیو عامه لاره هم تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد کامګار افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه سېلابونه تېر ماښام (شنبه، سرطان ۳۱) د شکی او نسی ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې راوتلی دی.
 
د هغه په ​​وينا، د دې سېلاب له امله د شکي - نسي ولسوالۍ لويه لاره تړل شوې ده.
 
کامګار زياته کړه، چې په دغو سېلابونو کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، څه باندې دوه سوه توليدي او غير توليدي ونې، د څښاک د اوبو يو کانال ويجاړ شوى او دوه غواګانې له منځه تللې دي.
 
په وروستیو څو ورځو کې ناڅرګندو سیلابونو د میدان وردګو په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
په تازه پیښه کې د میدان وردګو ولایت د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر نن اعلان وکړ چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله ۲۲ تنه مړه او ۴۰ تنه نور ورک دي.
 
https://avapress.com/vdccm1qii2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته