کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان د شکي - نسي ولسوالۍ لاره د سیلابونو له امله تړل شوې ده

1 اسد 1402 ساعت 13:47

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شکي او نسي ولسوالیو کې د سېلابونو په راوتلو سره د کرنیزو محصولاتو د تخریب تر څنګ د دغو دوو ولسوالیو عامه لاره هم تړل شوې ده.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد کامګار آوا ته وویل: دغه سېلابونه تېر ماښام (شنبه، سرطان ۳۱) د شکی او نسی ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې راوتلی دی.
 
د هغه په ​​وينا، د دې سېلاب له امله د شکي - نسي ولسوالۍ لويه لاره تړل شوې ده.
 
کامګار زياته کړه، چې په دغو سېلابونو کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، څه باندې دوه سوه توليدي او غير توليدي ونې، د څښاک د اوبو يو کانال ويجاړ شوى او دوه غواګانې له منځه تللې دي.
 
په وروستیو څو ورځو کې ناڅرګندو سیلابونو د میدان وردګو په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
په تازه پیښه کې د میدان وردګو ولایت د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر نن اعلان وکړ چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله ۲۲ تنه مړه او ۴۰ تنه نور ورک دي.
 


د مطلب کود: 273672

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273672/د-بدخشان-شکي-نسي-ولسوالۍ-لاره-سیلابونو-له-امله-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com