دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 273629
په راتلونکو دریو ورځو کې د سیلابونو د راوتلو د احتمال په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت خبرداری
د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان کړی چې د اقلیم د بدلون له امله د اسد له لومړۍ نیټې څخه تر درېیمې نیټې پورې د هیواد په ځینو سیمو کې د سیلابونو او د سیندونو د سطحې د لوړیدو امکان شته.
افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت د شنبې په ورځ د سرطان په ۳۱ مه په یوه خبرپاڼه کې د پنجشیر، غوربند، کنړ، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني په سیندونو کې د سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو اورښت او د اوبو د سطحې په لوړېدو سره د واورې ورېدل د سېلابونو یو له مهمو لاملونو څخه دي.
 
د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت د یادو سیمو له خلکو غوښتي چې د سیلابونو په وخت کې سیندونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل او هلمند په سیند کې د نسبتاً سختو بارانونو او سیلابونو احتمال د نورو ځایونو په پرتله لوړ دی.
 
  په ورته وخت کې د اوړي د موسم له پیلېدو سره د هېواد په ډېری ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو په څېر طبیعي پېښې زیاتېږي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت اعلان کړی چې په ټول هیواد کې د طبیعي پیښو له امله تر ۱۵۰ ډیر کسان مړه شوي دي.
 
په ورته وخت کې په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو په زیاترو هېوادونو کې د وچکالۍ، ویجاړونکو سېلابونو او د اوبو د کمښت او د چاپېریال د بحرانونو له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcewx8wojh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته