افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې شریکې کړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ترانزیت او سوداګرۍ د اسانتیاوو، د ۲۴ ساعته بندرونو او د ګمرکي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
ويل شوي دي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د کابل او اسلام آباد همکاريو او غونډو ته په اشارې سره؛ دوی د پخوانیو پرېکړو او تړونونو پر دوام او د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
باید و ویل شي، چې آصف علي خان درانی په دغه هېواد کې له وروستیو امنیتي پېښو وروسته په یوه درې ورځني سفر د چهارشنبې په ورځ د سرطان پر ۲۸مه کابل ته راغلل. پاکستان په دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره د افغانستان له اسلامي امارت څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکی دی.