دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 273593
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ په انټرکانټینینټل کپ کې ګډون وکړ
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د انټرکانټینینټل فوټسال جام سیالۍ به د اسد میاشتې له ۱۶مې نیټې څخه تر ۲۲مې نیټې پورې د تایلینډ په کوربه توب پیل شي، چې په دې سیالیو کې به د افغانستان، چک جمهوریت، موزمبیق، تایلینډ، سلیمان ټاپوګانو او میانمار د فوټسال ملي لوبډلې برخه واخلي.
افغان غږ خبری آژانس - دغه سیالۍ به په درېیو ګروپونو کې ترسره شي، په الف ګروپ کې د تایلنډ، میانمار او سلیمان ټاپوګانو لوبډلې او په ب ګروپ کې به د افغانستان، چک جمهوریت او موزمبیق لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي.
 
له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې د دغو سياليو نيمه پايلوبو ته لار پيدا کړي، د فوټسال کارپوهان په دې اند دي، چې افغانستان د دې سياليو نيمه پايلوبې ته د رسېدو چانس لري، ځکه په بريا سره به يې بل پړاو ته لار پيدا کړي.
 
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د فوټسال لوبډله د اسيا د فوټسال سياليو ته د لا چمتووالي په موخه په دې سياليو کې ګډون کوي.
 
https://avapress.com/vdceox8wxjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته