دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 273580
د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه:

نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلک یوازې نه پریږدي

نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلک یوازې نه پریږدي
د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو لومړۍ غونډه په جده کې جوړه شوه. په دې غونډه کې برخه والو هېوادونو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان خلک يوازې نه پرېږدي.
افغان غږ خبری آژانس: د قرغزستان ولسمشر په جده کښې د مرکزی اسیا او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د مشرانو په غونډه کښې د افغانستان حالات ډیر د اندیښنې وړ وبلل.
 
د قرغزستان جمهوررئیس د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: د افغانستان وضعیت زموږ لپاره ډېر د اندېښنې وړ دی. موږ په دې باور یو چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان ځورېدلي خلک په انزوا کې نه پرېږدي.
 
له بلې خوا د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د ټولو توکمونو په مرکز کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
 
د فارس خلیج او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د همکارۍ لومړۍ غونډه د سعودی عربستان په کوربه توب پرون د سرطان په ۲۸مه د جدې په ښار کې جوړه شوه.
https://avapress.com/vdcaaenuw49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته