دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 273409
د اسلامي امارت د ریل پټلۍ رئیس د افغان - ټرانس پروژې په عملي پیل ټینګار وکړ
د اسلامي امارت د ریل پټلۍ عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ریل پټلۍ د مسوولینو ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې د افغان - ټرانس پروژې د عملي کار په ژر پیلیدو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ریل پټلۍ ملي ادارې نن (سه شنبه، سرطان ۲۷) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د اورګاډي د چارواکو تر منځ په درې اړخیزه ناسته کې افغان - ټرانس پروژې په اړه خبرې اترې وشوې.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د دغې درې اړخيزې غونډې په دوام کې د کلني پلان په اړه د تخنيکي او مفصلو مطالعاتو د ترسره کولو او دغه راز په دې پروژه کې د نړيوالې پانګونې د جلبولو په اړه موافقه وشوه.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی ویلي وو چې د افغان - ټرانس پټلۍ به د سیمې په اقتصادي ادغام کې ګټور رول ولوبوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ټرانس-افغان اورګاډي پروژه، چې د حيرتان-مزارشريف د اورګاډي پټلۍ په دوام کې موقعيت لري، د افغانستان له خاورې په تېرېدو د منځنۍ اسيا هېوادونه د سوېلي اسيا له هېوادونو سره نښلوي.
 
https://avapress.com/vdcawenuo49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته