افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړه.
د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د لوبې په وروستي اوور کې ۱۵۷ منډې هدف پوره کړه.
د ۲۰ اوریزه سیالیو دویمه لوبه به د یکشنبې په ورځ د افغانستان او بنګله دېش د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته په درې پنځوس اوریزو سیالیو کې دوه ګټلې وې.