دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 273115
یوه چینايي کمپنۍ په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه کوي
د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي دي چې د چین د « تی ین یی » شرکت غواړي چې په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه موضوع پرون سه شنبه د سرطان په ۲۰ مه، د خوړو او درملو د ملی ادارې د روغتیایی محصولاتو وزیر مولوی مطیع الله صاحبزاده او « تی ین یی » تر منځ په کتنه کې مطرح شوه.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې ددغه چينايي شرکت رييس په افغانستان کې د درملو د توليد په سکتور کې د څه د پاسه لسو میليونو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي او د اسلامي امارت له مسوولينو څخه يې په دې برخه کې د همکاريو غوښتنه وکړه .
 
د خوړو او درملو د ملي ادارې د روغتيايي محصولاتو رييس په افغانستان کې د توليد او درملو په برخه کې د ياد شوي شرکت د لېوالتيا او پانګونې ستاينه وکړه او زياته يې کړه: اوسمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې زمينه برابره ده. دغه شرکت کولای شي په افغانستان کې په سوله ایزه توګه پانګونه وکړي.
 
باید وویل شي، چې چین لېواله دی، چې په افغانستان کې د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcezx8wnjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته