افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نسیم سادات رسنیو ته وویل: دا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې برخه ده چې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې د بنګله دیش په وړاندې وګټله. موږ د دې ټورنمنټ لپاره خورا ښه ټیم چمتو کړی دی او له لومړۍ لوبې څخه د لوبغاړو مورال هم پیاوړی شوي، انشاالله هیله لرو چې دا دوهمه لوبه هم وګټو.
افغانستان په خپله لومړۍ ورځ لوبه کې بنګله دېش ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.
دواړه هیوادونه به په روان ټورنمنټ کې خپله دریمه شل اوریزه لوبه د سه شنبې په ورځ ترسره کړي.
د دوی لومړۍ شل اوریزه لوبه به د راتلونکې جمعې او بله د جولای په ۱۶ ترسره شي.