افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت د احصایې او اطلاعاتو رئیس مولوی خالد سیف الله نن چهارشنبه د سرطان په ۱۴ مه وویل چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ تنه غوښتونکی د تذکرې د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د دغه ریاست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوی.
ښاغلی سیف الله زیاتوي چې تېر کال دوی وکولای شول له ۳۴۰ تنو څخه د زیاتو کاغذي تذکرو د اصلاح خدمتونه وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، د تذکرو له وېش څخه ټولټال ۱۸۶۳۴ زره افغانۍ د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
د پکتيا د احصايې او احصايې رياست د معلوماتو له مخې، په ياد شوي ولايت کې د برېښنايي تذکرو د وېش دوه مرکزونه فعال دي او نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمات وړاندې کوي.
ویل شوي، چې په دې مرکزونو کې به د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ترڅنګ د وېش وروسته د خدمتونو په برخه کې خدمات هم وړاندې کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او اطلاعاتو ملي ادارې په ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه پراخ کړي، څو خلک په اسانۍ سره برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي.