دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 272754
د فلسطین مقاومت د فلسطین نیواکي سیمې په راکټي حملو سره په نښه کړې
په جنین باندې د فوځي حملې او د فلسطینیانو د شهادت په باره کښې د اسرائیلو رژیم له څو خبرداریو وروسته، د فلسطین د مقاومت ډلې بالاخره نن سهار د غزې د تړانګې په شاوخوا کښې د صهیونیسټانو په میشت ځایونو باندې راکټي حملې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې په شاوخوا کښې د صهیونیسټانو په میشت ځایونو باندې د فلسطین د مقاومت د ډلو له خوا له توغندوی حملې وروسته د خطر زنګونه وغږول شول.
 
د «طلعت جهان اسلام» د خبری تحلیلی سایټ د خبر له مخې، د دغه اقدام په ترڅ کښې د عسقلان، عویم، نیرام او سیدروت په سیمو کښې د خطر زنګونه وغږول شول.
 
د ځایی سرچینو په وینا، لږ تر لږه پنځه راکټونه د سیډروټ ښارګوټی کې توغول شوي او د راکټونو د مینځلو لپاره د اوسپنې ډوم سیسټمونه فعال شوي.
 
د صهیونیسټ رژيم جنګیالیو د مقاومت د توغندیو له حملې څو ساعته وروسته د غزې تړانګې په شمال کښې د فلسطین د مقاومت د ډلو په مرکزونو حملې وکړې.
 
د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند هم په غزې تړانګې د حملې خبر تائید کړ او ویې ویل دغه حملې له غزې څخه د صهیونیسټ میشتو سیمو په لور د توغندیو د توغولو په ځواب کښې شوی دی.
 
داسې ښکاري چې د نن سهار راکټي برید په جینین کې د وروستیو پیښو په اړه د اسراییل رژیم ته د فلسطین مقاومت یو ډول خبرداری و. له دې سره سره په جنین کښې د صهیونیسټ رژیم پوځی عملیات لا هم روان دی او اسرائیلی پوځیان له دغې سیمې د وتلو اراده نه لری.
 
له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو او د فلسطین د مقاومت د ځواکونو ترمینځ په جنین کښې په روانو نښتو کښې د اسرائیلو د خاصو ځواکونو یو سرتیری وژل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdccpiqi02bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته