دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 272307
د کونړ ولایت په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی
د کونړ ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دې ولایت د دره پېچ ولسوالۍ اړوند ځنګلونو کې سخته اورلګېدنه رامنځته شوې او لا هم روانه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کونړ ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس احسان الله احسان د يکشنبې په ورځ د سرطان په ۴ مه رسنيو ته وويل، چې اورلګېدنه د سې شنبې په ورځ د سرطان په درېيمه د کنړ په دره کې رامنځته شوې ده.
 
د احسان په وينا، دا اور لګېدنه پرون سهار شوې، چې د لسګونو ځايي خلکو له هڅو سره سره نه ده کابو شوې او په ډېر چټکۍ سره د پراختيا په حال کې ده.
 
هغه دا هم وايي: تر اوسه د دغه اور له امله شاوخوا دوه هکتاره ځنګلونه سوځېدلي دي.
 
هغه د دې په څرګندولو سره چې د اور لګېدنې لامل تر اوسه نه دى معلوم، خو وايي: ډېرى وخت شپون په ځنګلونو کې اور لګوي، چې ښايي اور ورته کړى وي.
 
بل خوا د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د ځنګلونو رييس عبدالواسع هم دغه خبر تاييد کړ، خو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د کنړ د پوزدهري ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی و، چې له امله يې ګڼ شمېر ونې او څړځایونه له منځه تللي وو.
 
https://avapress.com/vdcgzx9xuak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته