دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 272225
اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۱۲ میلیونه یورو مرسته کوي
اروپايي ټولنې په افغانستان کې له ډېرو زیانمنو خلکو سره د ژوندانه د ملاتړ لپاره ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه اندازه پیسې به د آغاخان بنسټ، د ډنمارک د کډوالو شورا او د کرنې د بیارغونې او پراختیا ټولنې ته ورکړل شي.
 
د خبرپانې پر بنسټ، دا مرستې به د دوامدار خوراکي تولید، د اقلیم سمارټ کرنې او انعطاف وړ زیربناوو، او عاید او کار پیدا کولو لپاره وکارول شي.
 
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې رافایله یدیس ویلي چې په هېواد کې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي او په ورته وخت کې د اقلیم بدلون د ډېرو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت لا پسې خرابوي.
 
هغه زیاته کړه، اروپايي ټولنه له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغانستان له خلکو سره ده. رافیله یدیس وویل، "د خوراکي توکو په دوامداره تولید، د اقلیم په اړه هوښیار کرنې او انعطاف منونکي زیربنا کې پانګونه به د افغانانو په نن او راتلونکي کې په ژوند کې رښتیني بدلون راولي."
 
https://avapress.com/vdcf00d0tw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته