دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 272134
په دریو ولایتونو کې له ۴۵۰۰ کورنیو سره نغدي او خوراکي مرستې وشوې
د ننګرهار د کلیو پراختیا او پراختیا ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې له ۱۹۴۶ اړمنو کورنیو سره مالي مرسته او په پکتیکا ولایت کې ۱۵۷۰ کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د کلیو او پراختیا ریاست د چهارشنبې په ورځ د جوزا په ۳۱ مه وویل چې د خوراک نړیوال سازمان (WFP) د ټولنیز ځواکمنتیا انسټیټیوټ له لارې په ننګرهار کې له اړو کسانو سره مرسته کړې ده.
 
د ننګرهار د کلیو پراختیا ریاست چارواکي زیاتوي، چې له ۱۹۴۶ کورنیو سره ۷ میلیونه دوه سوه زره افغانۍ مرسته شوې ده. د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته ۳۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
 
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د کلیو او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې له ۱۵۷۰ اړمنو کورنیو سره د نړیوال خوراکي پروګرام په مرسته او د پکتیکا ولایت د کلیو او پراختیا ریاست په همغږۍ د خوراکي توکو مرسته وشوه.
 
له بلي خوا په خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل ولایت په «سیور» ولسوالۍ کې له ۱۶۶۰ اړمنو کورنیو سره د خوراک نړیوال سازمان له لوري مالي مرسته وشوه.
 
د راپورونو له مخې، ملي او نړیوالې موسسې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له اړمنو خلکو سره مرستې کوي، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې له ۲۸،۸ میلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲.۲۶ میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا ده.
 
باید وویل شي چې د نړیوالې ټولنې مرستې په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي ګڼل کیږي. خو د کابل اکثره خلک د دې وېش له بې عدالتۍ شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcexw8wejh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته