افغان غږ خبری آژانس - کابل: له دې وړاندې د اسلامي امارت د سترې محکمې د سپوږمۍ د لیدو مرکزي کمیټې د جمعې ورځ د ثور ۱ نیټه د کوچني اختر ورځ اعلان کړې وه، چې په ورته وخت کې په ځینو نورو هیوادونو کې هم اعلان شوې وه، خو د شیعه تقلید چارواکو د میاشتې د نه لیدو له امله د شنبه د ثور ۲مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
ښایي د ذوالحجې د میاشتې د لیدو او د لوی اختر د ورځې د لیدلو په اړه د شیعه چارواکو او سني هیوادونو تر منځ اختلاف موجود وي.