دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 271981
په کابل کې د کانګو ناروغۍ پرضد کمپاین پیل شو
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې کمپاین د دغه وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا په عمومي ریاست کې پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عثماني د کانګو کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې د کانګو ناروغي د انسانانو او حیواناتو ګډه ناروغي وبلله. نوموړي زیاته کړه، چې دا ناروغي په حیواناتو ډېر لږ منفي اغېز لري، خو په انسانانو کې خطرناکه او وژونکې ده.
 
نوموړي د هېواد له قصابانو او ښاریانو هم وغوښتل، چې څارویو ته د ورتګ پر مهال له محافظتي کالیو او دستکشو څخه کار واخلي.
 
ښاغلي عثماني زیاته کړه؛ د لوی اختر په رارسېدو سره له څارویو سره تماس ډېر شوی، نو د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید ډېر احتیاط وکړو او د ښوونځیو ښوونکي او د جوماتونو ملا امامان هم باید خلکو ته د دې ناروغۍ له خطرونو خبر کړي.
 
په دې مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا رئیس ډاکټر احمد مختار محسني هم خبرې وکړې او ویې ویل: د کانګو سره د مبارزې کمپاین چې له څارویو څخه و انسان ته د کانګو تبې د انتقال اصلي لامل دی، د کابل په څلورو دروازو او درې نورو ځایونو کې، چې د نخاس شرکت، نخاس قلعچه، او پروان ۳، چې د څارویو د پېر او پلور ځای دی، تطبیق شي.
 
محسني څرګنده کړه: نور شیان لکه ککړه غوښه، له دستکشې پرته له څارویو سره مستقیم تماس او د څاروي له ذبح کولو وروسته په خوله کې د چاقو ایښودل هغه څه دي چې انسان ته د کانګو ویروس د انتقال لامل ګرځي.
 
دا کمپاین د کرنې وزارت له خوا پیل شوی او د جوزا د میاشتې په ۲۸مه پیل شوي او د لوی اختر تر پایه به دوام وکړي. د دغه کمپاین له لارې د کرنې وزارت کارکوونکي د کابل ښار په څلورو دروازو او نخاس کې پر څارویو دوا پاشی کوي او د پېر او پلور بهیر هم څاري.
 
د کانګو ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۴ کال کې په اوکراین او په ۱۹۵۶ کال کې په کانګو کې ثبت شوه او په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کال کې په افغانستان کې کشف شوه.
 
https://avapress.com/vdcdjf0xfyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته