افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (جوزا ۲۵) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په تیرو پنځو میاشتو کې د څه باندې یو میلیارد نهه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر شوي دي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د افغانستان جلغوزي تر ډېره چین، پاکستان، هند، ایټالیا، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادرېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د هوايي دهلیزونو له لارې زر ټنه جلغوزي صادر شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په کلني ډول له ۳۵ زره ټنو څخه د زيات جلغوزيو د توليد ظرفيت لري، خو اوسمهال په کال کې له شل زره ټنو څخه زيات جلغوزي توليدوي.