دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 271787
د دره صوف د ډبرو سکرو په کان کې د زهرجن ګاز د خپریدو له امله دوه تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د زهرجن ګاز د خپرېدو له امله دوه کارګر مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس فیروزالدین منيب نن پنجشنبه د زمري ۲۵مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا پېښه یوه شپه وړاندې د دره صوف ولسوالۍ د مرک دهانه تور په کان کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه دا هم وويل، چې دا پېښه په يوه کان کې د کاربن مونو اکسايد ګاز له خپرېدو وروسته رامنځته شوه، چې کارګران يې په کار بوخت وو.
 
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه چې د دغې پيښې قربانيان د دره صوف بالا ولسوالۍ د حسيني کلي اوسيدونکي دي.
 
هغه زياته کړه، چې ټپيان د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.
 
د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو د ګازو ایستل هغه لویه ستونزه ده چې هر کال پکې کارګران وژني.
 
https://avapress.com/vdch6zniq23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته