افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی نن چهارشنبه د جوزا ۲۴ مه په سمنګان ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت د تامینولو، د خلکو لپاره اسانتیا او د هیواد د جوړولو لپاره کار اړين وبلل.
حقاني وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ټولنې ستونزې هوارې او د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همداراز زیاته کړه: هغه کسان چې د «اسلامي امارت د رهبرۍ» د عمومي بښنې له فرمان څخه سرغړونه کوي، د مجازاتو مستحق دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست له تېرو دوو اونیو راهیسې د هېواد په شمال کې دی او تر دې دمه یې بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفرونه کړي دي.