دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 271731
د ۱۴۰۲ کال له پیله تر اوسه په ترافیکي پېښو کې نږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي
د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست خبر ورکوي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په هېواد کې په ترافیکي پېښو کې نږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۹۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه اداره وايي، په دغو ښارونو کې تر ۶۰۰ ډېرې پېښې شوې دي، چې په وژل شویو کې ۱۳ ماشومان او ۵۷ ښځې دي.
 
د ترافيکو پوليسو د عمومي رياست د پلان او پاليسۍ رييس عبدالهود خيرخواه وويل: "په ټول افغانستان کې څه د پاسه ٦١٥ ترافيکي پېښې شوې دي، چې له دې جملې څخه ٢٨٠ ترافيکي پېښې په کې وژل شوي او نږدې ٣١٨ ترافيکي پېښې چې په نتيجه کې يې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."
 
موټر چلوونکي د لويو لارو ويجاړتيا د ترافيکي پېښو لامل ګڼي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د لويو لارو جوړولو ته پاملرنه وکړي.
 
 
په ورته وخت کې مسافر وايي، چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول ترافیکي پېښې زیاتې کړي دي.
 
د ترافيکو پوليسو د عمومي رياست د شمېرو پر بنسټ، په ١٣٠١ لمريز کال کې په ټول هېواد کې شاوخوا دوه زره ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcgwq9xqak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته