دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 271714
په افغانستان کې د کرونا د ناروغانو شمېر ۲۴.۴ سلنه ډېر شوی
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د تېرې میاشتې په پرتله ۲۴،۴ سلنه ډېر شوی او په تېره یوه میاشت کې دغې ناروغۍ ۲۱ کسان وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال د می په میاشت کې د «افغانستان بیړنی راپور» تر سرلیک لاندې د خپل فعالیت راپور خپور کړ.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د مې په میاشت کې د هېواد په عامه لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۲۴۳۵۹ پېښې معاینه شوې، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۳۱،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
دې ادارې زیاته کړه چې د دې ازموینو مثبتې پیښې هم په اپریل کې له ۱۰.۹٪ څخه په می کې ۲۴.۵٪ ته لوړ شوي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان په میاشتني راپور کې دا هم ویل شوي، چې په دې میاشت کې د «ډینګي تبې» ۹۹ مشکوکې پېښې هم ثبت شوې، چې ۶۲،۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په روانه میاشت کې د ډینګي تبې له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.
 
دې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د مې په میاشت کې د "تور ټوخي" پېښې هم د اپریل په میاشت کې له ۹۹ پېښو څخه ۱۴۶ ته لوړې شوې، خو د روان کال له پیل راهیسې د دغې ناروغۍ له امله د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
 
د دغه راپور له مخې، د مې په میاشت کې د "حاد تنفسي انتان" په ۶۹۰ زره ۵۲۹ قضیو کې د تېرې میاشتې په پرتله ۷،۶ سلنه زیاتوالی راغلی او په ۱۵ زره ۵۷۱ قضیو کې د ډیهایډریشن حاد اسهال د تېرې میاشتې په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د می په میاشت کې د حاد اوبو اسهال له امله شپږ مړینې هم ثبت شوي.
 
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د مې په میاشت کې یې په ټول افغانستان کې ۲۸۱ زره ۱۹ کسانو ته خدمات وړاندې کړي او ۴۳.۹۱ مټریک ټنه طبي او غیر طبي توکي هم روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې دا د روغتیا د نړیوال سازمان دریم راپور دی چې په هیواد کې د کرونا ناروغۍ کچه مخ په ډیریدو ده.
 
https://avapress.com/vdchzznik23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته