دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 271685
په بغلان کې د ۳۷ نویو لرغونو سیمو کشف
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور چارواکو په دغه ولایت کې د ۳۷ نویو لرغونو اثارو د کشف خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالفتاح رحیمی نن چهارشنبه د جوزا په ۲۳ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه لرغونی اثار د خوست په ولسوالیو کې کشف شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، کشف شوې درې سيمې د کوشاني دورې دي او پاتې نورې يې د اسلامي دورې کاروانسراې دي.
 
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د ٠١٢ قطعه د کشف شويو ساحو د ساتنې لپاره يې کار پيل کړى، څو د دغو سيمو د کيندلو او ويجاړولو مخه ونيول شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د دغه ولايت په برکه ولسوالۍ کې ١٦ لرغوني اثار کشف شول.
 
https://avapress.com/vdcevz8wnjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته