دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 271653
عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو سره د خوړو د نړیوال سازمان د مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو د نړیوال سازمان له مرستیال کارل سکاو سره په کتنه کې په افغانستان کې له بې وزلو خلکو سره د دغه سازمان د خوراکي مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه ټوېټ کې د خوړو نړیوال سازمان له مرستیال سره د رئیس الوزرا اداري مرستیال د لیدنې خبر ورکړی دی.
 
ویل شوي چې په دې کتنه کې ښاغلي حنفي په افغانستان کې له 2بې وزلو خلکو سره د خوړو د نړیوال سازمان د مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
 
ده همداراز وویل: د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته امنیت ټینګ شوی او په افغانستان کې هیڅ جګړه او ناامني نشته. اسلامي امارت په خپلې زړورې پرېکړې سره عمومي عفوه اعلان کړه، د نشه يي توکو په استعمال او قاچاق يې بنديز ولګاوه، په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه يې وکړه او له بېلابېلو ځايونو څخه يې سوالګر راټول کړل، خو له دې سره سره د «ملګرو ملتونو سازمان» مرستې کافي نه دي.
 
په ټویټر کې راغلي چې د وزارتونو اداري مرستیال زیاته کړې چې د افغانستان په ادارو کې اداري فساد او د کاغذونو ضایعات له منځه وړل شوي دي.
 
په دغه کتنه کښې د رئیس الوزرا مرستیال څرګنده کړه چې د اسلامی امارت پرضد بندیزونه د حل لاره نه ده او دغه کار په بشری فعالیتونو منفی اغیزې کوی. هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو اترو لاره خپله کړي.
 
ښاغلي حنفي دغه راز زیاته کړه، افغانستان د تېرې نیمې پېړۍ د جګړو او ګډوډیو او وروستیو وچکالیو له امله ځپل شوی او نړیواله ټولنه باید د پرتو خنډونو په لرې کولو او د پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
 
له بلې خوا د خوړو د نړيوال سازمان مرستيال کارل سکاو وويل چې د دغه سازمان هدف د افغانستان خلکو ته د زياتو نړيوالو مرستو جلبول دي.
 
د خوړو د نړيوال سازمان مرستيال زياته کړه، چې د افغانستان خلک د جګړو او اقليمي بدلون له امله ډېر زيانمن شوي او ژمنه يې وکړه، چې د افغانستان بې وزله خلکو ته د لا ډېرو بشري مرستو د جلبولو لپاره به کار وکړي.
 
https://avapress.com/vdcjive8tuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته