افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست ویاند سمیع درانی د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه اندازه مالونه د تورغونډی، اقینې او حیرتان بندرونو د اورګاډو له لیکو څخه لیږدول شوی دی.
هغه وويل، د روان کال د جوزا مياشتې له ١٢مې نېټې څخه تر ١٨مې نېټې پورې شاوخوا ٣٧ زره ١٧٩ ټنه توکې د حيرتان – مزار شريف د اورګاډي کرښې له لارې وارد شوي او صادر شوي دي.
دراني دغه راز زياته کړه، چې په تېره يوه اوونۍ کې د بند اګينې د اورګاډي پټلۍ ١٠٤٦٦ ټنه لېږد رالېږد کړى دى. دغه راز له تورغونډۍ څخه هم ۶۰۰۹ ټنه انتقال شوي دي.
د دراني د څرګندونو پر بنسټ؛ ډېری یې په ترانزیت کې وو او افغانستان ۹۳۷ ټنه صادرات کړي دي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د اورګاډي اداره هڅه کوي چې د ټرانسپورټ لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
درانی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دوه اونۍ وړاندې د انارو د جوس ۱۱ واګونونه چې ټولټال ۷۳۳ ټنه وزن لرل د تورغندي د اورګاډي له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي وو.
د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې په یوه ورځ کې د ټکټونو د صادرولو کچه بې سارې وه.
د هرات- خواف رېل پټلۍ رئيس مفتي محمد نسيم محمدي د
افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، چې د دې ادارې تخنيکي کارکوونکو د " شمتیغ تمځاي" د جوړولو سروې، د امنيتي پوستې او د څراغونو د وسايلو د نصبولو چارې په درېيم پړاو کې پيل کړې دي. د هرات – خواف ریل پټلۍ چې په افغانستان پورې اړه لري.