افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سه شنبې په ورځ د جوزا په ۱۶مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې دغه لرغونې سیمه د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په علي سنګ کلي کې موقعیت لري.
د چارواکو په وينا، څه موده وړاندې د ميدان وردګ ولايت د بهسودو ولسوالۍ په علي سنګ سيمه کې د تاريخي ابداتو يوه سيمه کشف شوې وه.
د دې رياست مسوولين وايي، چې د دې سيمې د ساتنې په موخه د دغه ولايت د اطلاعاتو، کلتور او کشف رياستونو له لوري يوه ګډه کمېټه يادې سيمې ته لېږل شوې ده.
چارواکو زیاته کړه، چې د دغه پلاوي معلومات او لاسته راوړنې نن د میدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد او د استخباراتو مرستیال مولوي عبدالسلام الیاس د میدان وردګ والي قاري بختیار معاذ ته ورکړل.
په همدې حال کې د ميدان وردګ والي قاري بختيار معاذ وويل: "تاريخي ابدات او سيمې چې د ملت شتمني ده، بايد په ښه توګه وساتل شي."
معاذ وويل، چې په دې اړه به د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره خبرې وکړي، څو د يادې سيمې د ښه تشخيص لپاره يو مسلکي ټيم واستول شي.
په همدې حال کې ویل کېږي چې د هېواد ډېری لرغوني اثار د ساتنې او نه پاملرنې له امله له منځه تللي دي.